د افغانستان او ویسټ انډیز د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې ویسټ انډیز وکولای شول چې له ۱۵۲ هدف څخه په بریالیتوب دفاع وکړي او افغانستان ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن (پنجشنبه، ۲ د سلواغې) ترسره شوه، ویسټ انډیز پکې لومړی توپ وهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې د ټولو شلو اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۶ منډې وکړې.
د ویسټ انډیز شارمر سپرینګر توپ اچوونکي وکولای شول چې هیټریک وکړي او یا هم د افغانستان درې لوبغاړي په پر له پسې ډول وسوځوي.
تر دې وړاندې په دویمه شل اوریزه لوبه کې د افغانستان له لوري مجیب الرحمان هم هیټریک کړی و.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په لومړیو دوو شل اوریزو لوبو کې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه او په خپل کوربتوب یې د لوبو دا لړۍ ترې ګټلې وه.
دا لوبې نړیوال شل اوریز جام ته چې د هند او سرېلانکا په کوربتوب ترسره کېږي، ټاکل شوې ده چې د راروانې فبروري پر ۷مه پیل شي.
