اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د سالنګ په سیمه کې د واورې ښوېیدنې (برفکوچ) له امله یو هوټل او څو دوکانونه تر واورې لاندې شوي او پر مهال یې دوه تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (جمعه، ۳ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا پیښه پرون د سالنګ په «دو شاخ» سیمه کې رامنځته شوې.
هغه زیاته کړې چې د یو تن جسد په پیل کې ورک و، خو د ژغورنې ټیمونه وتوانېدل چې نن یې له واورې راوباسي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا، چې په دې پیښه کې شپږ تنه سخت ټپیان شوي او شپږ نور یې بیا سطحي ټپونه لري.
د هغه په خبره، چې د ژغورنې ټیمونه په سیمه کې شتون لري او د بند پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.
په تیرو دوو ورځو کې د واورې ښوېیدنې او باران له امله د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې پرون اعلان وکړ چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د واورې ښویېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
