اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
دې دواړو سازمانونو نن (شنبه، ۴ د سلواغې) د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې ښځې او نجونې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو څخه په بشپړ ډول منعه شوې دي.
یونسکو او یونیسف زیاته کړې،چې افغانستان د زدهکړو له یوه جدي بحران سره مخ دی او ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنۍ دورې تر پای ته رسېدو وروسته د لوستلو له بنسټیزو مهارتونو بېبرخې دي.
د دغو دوو بنسټونو د اعلامیې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ترسره شوې یوه څیړنه ښیي، په هغو ښوونځیو کې چې ښوونکي یې د لوړو زدهکړو لرونکي وي، زده کوونکي یې د زدهکړو په برخه کې په ځانګړي ډول د ژبې په زدهکړه کې د پام وړ ښه فعالیت لري.
دغو دواړو بنسټونو زیاته کړې، چې د دې څېړنې موندنې دا هم ښيي چې ښځينه ښوونکې د محتوا له پلوه پیاوړې پوهه لري او د زدهکوونکو د زدهکړې له غوره پایلو سره تړاو لري؛ دا چاره د ښوونیز کادر په چوکاټ کې د وړ ښځو د شمېر د زیاتولو اهمیت لا پیاوړی کوي.
په افغانستان کې د یونسکو د دفتر سرپرستې سوهیون کیم ویلي: «کله چې نجونې له زدهکړو ته له لاسرسي محرومې شي، نو بیه یې یو ملت پرې کوي. د بنسټیزو زدهکړو پیاوړتیا او د ښځینه ښوونکو ملاتړ د افغانستان د ښه والي او پیاوړتیا لپاره حیاتي پانګونې دي.»
په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاجالدین اویوالی ویلي: «افغانستان په جدي توګه ښځینه ښوونکو، نرسانو، د ټولنې د روغتیا کارکوونکو او ښځینه ډاکترانو ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړې: «په داسې شرایطو کې چې ښځې یوازې د ښځو لهخوا تداوي کېدای شي، که نن له زدهکړو محرومې وي، نو په راتلونکې کې به د ناروغو نجونو او ښځو پالنه څوک کوي؟»
یونسکو او یونیسف ویلي، چې دوی همدارنګه په افغانستان کې د زده کړو د بیا احیا لپاره د یو هر اړخیز چلند ملاتړ کوي؛ داسې چلند چې د ښوونځیو بیا رغونه، د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا، د بنسټیزو زدهکړو پراختیا، او د ځوانانو لپاره د مهارتونو د پراختیا ملاتړ پکې شامل دي—په ځانګړي ډول د هغو نجونو او ښځو لپاره چې له رسمي زدهکړو محرومې شوې دي.
دې بنسټونو د زده کړو په نړیواله ورځ د بېړني او ګډ اقدام او پر زده کړو د پانګونې غوښتنه کړې، تر څو د ټولو لپاره زدهکړو ته بشپړ، خوندي او ټولشموله لاسرسی تضمین شي.
