له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې له دوه زره او ۵۰۰ څخه زیات کډوال ایستل شوي

اطلاعات روز: د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» وایي، چې پرون (جمعه، ۳ د سلواغې) له پاکستان او ایران څخه دوه زره او ۵۱۵ کډوال ایستل شوي او افغانستان ته راغلي دي.

د دې کمیسیون د شمیرو له مخې، د دې کډوالو له ډلې دوه زره او او ۳۸۶ له پاکستان او ۱۲۹ نور له ایران څڅه افغانستان ته راشړل شوي دي.

د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» ویلي، چې دا کسان د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او وریښمو پُل له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

پاکستان او ایران په روان لمریز کال کې د افغان کډوالو نیولو او شړلو ته زور ورکړی او تر دې مهاله یې تر ۲.۵ میلیونو زیات کډوال افغانستان را ایستل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د کډوالو پراخه راستنیدو د افغانستان بحران ژور کړی او بشري اړتیاوې یې زیاتې کړي دي.

نړیوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل او د هغوی ځورونه ودروي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه