د لوګر طالب چارواکي وايي، غلو تېره شپه د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې یوه کور ته ننوتلي، یو ښوونکی یې وژلی او د هغه له کوره یې پیسې او سره زر غلا کړي دي
د لوګر د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، وژل شوی ښوونکی محمدعارف نومېده. غلو د هغه له کوره ۱۴۲ زره افغانۍ، ۹۰۰ امریکايي ډالر، ۳۵۰ یورو او یوه اندازه سره زر له ځان سره وړي دي.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د دې وژنې او غلا په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
لوګر کې غلو یو ښوونکی وژلی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
