د کندهار د افغاني سرې میاشتې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې له ۴۰۰ اړمنو او بېوزلو ښځو سره ټولټال اته میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ چمتو شوې او هرې ښځې ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه وايي، دا د مرستندویه پروګرام شپږم پړاو و او تر دې وړاندې هم پنځه ځله له یادو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ګڼې کورنۍ له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري په ځانګړي ډول هغه ښځې او کورنۍ چې د عاید ثابتې سرچینې نه لري، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
کندهار کې له ۴۰۰ اړمنو ښځو سره د نغدو پیسو مرستې شوي.
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
