اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د کابل–جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په «مشالې» کمر سیمه کې یو ۱۷ کلن ځوان د اودس پر مهال د کابل سیند ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دا پېښه نن (شنبه، ۱۵ د وږي) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې په مشالې کمر سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره چې مړ شوی ځوان اطاف نومېږي چې په اصل د کابل اصلي اوسېدونکی دی.
هغه زیاتوي، مړ شوی ځوان یادې سیمې ته له خپلو ملګرو سره په چکر راوتلی و، چې د کابل سیند کې د اودس پر مهال اوبو ته لوېدلی او جسد یې لا تراوسه تری تم دی چې دوی یې د پیدا کېدو هڅې پيل کړې دي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ځوانان اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي چې ځینو یې پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.