اطلاعات روز: د هیواد له ختیځ کونړ ولایت سربېره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زلزلو له امله زیانمنې او بې ځایه شوې کورنۍ د مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر وېش نیوکه کوي. دوی وایي، هغه لږ مرستې چې د طالبانو د حکومت او یا هم د مرستندویه بنسټونو له لوري له دوی سره کېږي، په ناانډوله توګه وېشل کېږي.
د دره نور ولسوالۍ د «ستن» سیمې اوسېدونکی محب الله چې د وروستیو زلزلو پر مهال یې کور په بشپر ډول ویجاړ شوی او د کورنۍ دوه غړي یې له لاسه ورکړي، وایي د زلزله ځپلو کسانو په نوم شوې مرستې پر دوی نه وېشل کېږي او د دغه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم شته چې د زلزله ځپلو له نوم څخه ګټه پورته کوي.
محب الله وویل: «د دره نور ولسوالۍ ستن، امله، مجګنډول او ځېنې نورې هغه کلي دي چې زلزلې زیات ځپل دي، خو تر اوسه مونږ د نورو مرستو سربېره هغه خېمې هم نه دي راکړل شوي دلته سرپنا نه لرو او په دې دښته کې پراته یو؛ کورونو مو په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د بیا زلزلو له وېرې نشو ورتلی ګیله مو دا ده چې زیانمنو ته مرستې نه رسېږي او د دی له نوم نور خلک ګټه پورته کوي.»
د کوز کونړ (خېوې) ولسوالۍ اوسېدنکی شهباز وایي، د دره نور ولسوالۍ له مختلفو سیمو په لسګونه کورنۍ د دې ولسوالۍ ځېنو سیمو ته راکډه شوي؛ چې د سیمې اوسېدونکو بېځایه شویو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر کړي، خو مرستندویه بنسټونو تر اوسه ورسره مرسته نه ده کړې.
نوموړې زیاتوي چې ځېنې خیریه بنسټونه او طالب مسوولان راځي او د مرستې په پلمه له زیانمنو شویو سره فېسبوکي تصویرونه اخلي، خو تر اوسه یې د زلزله ځپلو لاسنوی نه دی کړی.
شهباز زیاتوي: «کومې مرستې چې کېږي په ناانډول ډول وېشل کېږي او دغه راز څه ډول چې لازمه ده، د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی نه دی شوی غوښتنه مو دا ده هغه کورنۍ چې مستحقې دي باید لوموړی له هغوی سره مرستې ترسره شي، ځکه دوی سرپنا نه لري او ټوله شمتني یې له خاورو سره خاورې شوې ده که مرستې ونه شي نو خلک به له لوږې مړه شي.»
په ورته مهال د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکې حاجره وایي، د پرله پسې زلزلو له امله اړ شوي چې خپل نړېدلی کور پرېږدي او مهترلام ښار «سلطان غازي بابا» ښارګوټي ته کډه شي.
د هغې په خبره یوازې یوه خیریه بنسټ ورسره د خیمې او ځېنو خوراکي توکو مرسته کړې او بیا یې چا پوښتنه نه ده کړې.
نوموړې د طالبانو پر مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو نیوکه کوي، چې تر اوسه یې له زیانمنو شویو سره مرستې نه دي کړي او وایي، هغه مرستې چې د سیمې خلکو لهخوا کېږي، په منظم او انډولیز ډول نه وېشل کېږي.
حاجره زیاتوي: «کومې مرستې چې کېږي هغه پر مستحقو کورنیو نه وېشل کېږي، نو همدا لامل دی چې زیاتره زیانمنې شوې کورنۍ له مرستو محرومېږي، دغه راز ځېنې خیریه بنسټونه هم پر خلکو په سم ډول مرستې نه وېشي هلته په ویډیو کې یو ډول مرسته کوي او بیا وروسته دا حالت نه وي.»
په همدې حال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې په لومړیو ورځو کې د زیانمنو شویو شمېر د ډېروالي له امله وضعیت داسې و، چې په مرستو کې انډول په پام کې نه نیول کېده.
نوموړی په ختیځ کې د بشري مرستو د منظم وېش لپاره د یوې ځانګړې کمېټې د جوړېدو خبره کوي او په وینا یې هغه مرستې چې راټولېږي د همدې کمېټې له لوري به وېشل کېږي.
بدلون زیاتوي: «په ختیځ کې چې کومې مرستې کېږي نو لومړی ننګرهار ته راوړل کېږې، په لومړۍ ورځو کې د مرستو د نه انډول ستونزه وه، خو اوس چې ځانګړې کمېټه ورته جوړه شوې نو ترسره شوې مرستې د سروې پر اساس پر مستحقو کورونیو وېشل کېږي.»
یو شمېر نورو سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې په ختیځ ولایتونو کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو د ډېروالي له امله ګڼشمېر ځپل شوې کورنۍ جلال اباد ښار او ولسوالیو ته راغلي چې تر اوسه ورسره په لازمه توګه مرستې نه دي شوي.