close

د روغتیا نړیوال سازمان: د ښځینه ډاکټرانو کمښت د زلزلې ټپیانو ته پاملرنه محدوده کړې

اطلاعات روز: د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څخه د یوې اوونۍ په تېرېدو د روغتیا سازمان ویلي، چې د ناروغانو د لېږد لپاره د ترانسپورټي وسایلو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د زلزلې د ټپیانو درملنه محدوده کړې.

د دې سازمان په وینا، د ښځو پر تګ-راتګ د طالبانو محدودیتونو د ښځو او ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ځنډولی دی.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن سهار (یکشنبه، ۱۶ د وږي) له رسنیو سره شریک شوی، ویلي دي چې لېرې پرتو غرنیو سیمو ته لاسرسی لاهم یوه لویه ننګونه ده، ځکه چې د دوامداره قوي زلزلو له امله د ځمکې ښوېیدنې له امله اصلي لارې بندې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې د اټکل له مخې شاوخوا ۸۴ زره کسان زیانمن شوي او په دې کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي، ۳۶۴۰ تنه ټپیان شوي او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دې سازمان د راپور له مخې، د ټپیانو له ډلې څخه ۵۸ سلنه نارینه او ۴۲ سلنه ښځې او نجونې دي.

یاد سازمان ویلي، چې د ټپیانو له ۱۰ سلنې څخه زیات د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، چې دوی د کونړ د نورګل ولسوالۍ ترټولو اغیزمنو او لېرې پرتو کلیو ته شپږ ګرځنده روغتیایی ټیمونه لیږلي دي، چې د بیړنیو خدمتونو په ګډون د ټپونو درملنه، د مور او ماشوم روغتیا، سلا مشورې او د ناروغانو راجع کولو خدمتونه وړاندې کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، چې د ناروغانو په خوندي لېږد کې لا هم سترې ننګونې پر ځای دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د امبولانس سیستمونه د مناسب ترانسپورتي وسایلو، سون توکو او روزل شوو کارکوونکو – په ځانګړي ډول د ښځینه روغتیايي پرسونل – له سخت کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د بیړنیو پېښو لپاره پر وخت د لوړې کچې درملنې ته لاسرسی محدود شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې، چې دغه راز د افغانستان نازک روغتیایی سیسټم د درملو او کارمندانو، په ځانګړي توګه د ښځینه روغتیایی کارمندانو، له سخت کمښت سره مخ دی.

د دې سازمان راپور کې راغلي، چې دوی د بیړنیو مرستو چمتو کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي؛ خو دا د بودیحې له کمښت سره مخ دي او دې برخو ته د رسیدګۍ لپاره څلور میلیونه اضافي ډالرو ته اړتیا لري.

یوه اونۍ دمخه، د افغانستان ختیځ کې یوې زورورې مرګونې زلزلې ولړزاوه. زلزلې تر ټولو زیات تلفات او زیان په کونړ ولایت کې اړولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په څلورو زیانمنو ولایتونو کې یې د درملنې له مرکزونو څخه د ارزونو بهیر پیل کړی دی.

د دې سازمان لومړنۍ موندنې ښیې چې په زلزله کې لږترلږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.