اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې دفتر په افغانستان کې د میندو د مړینې د زیاتوالي او د ځوانو نجونو د لوړې کچې زېږون په اړه، چې د وخت مخکې ودونو له امله رامنځته کېږي، خبرداری ورکړی دی.
دې سازمان نن (یکشنبه، ۱۶ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له لوري د افغانستان له نیولو څلور کاله وروسته، د ښځو د روغتیا او حقونو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د دغه سازمان په خبره: «د میندو مړینې خطر په زیاتېدو دی، په ځانګړي ډول د نجونو په منځ کې د لوړې کچې زیږون، چې ماشومتوب کې د ودونو له امله رامنځته کېږي.»
د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ټینګار کړی چې نړۍ باید همدا اوس عمل وکړي.
د ښځو د حقونو او د بشري حقونو بنسټونه د طالبانو د محدودیتونو پر اغېزو، په ځانګړي ډول د نجونو پر زدکړو د بندیزونو په اړه، اندېښنه څرګندوي.
د ملګرو ملتونو ښځینه برخې په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه به تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې د ماشومانو د ودونو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی، د ځوانو نجونو د وخت مخکې زېږون په کچه کې ۴۵ سلنه زیاتوالی او د میندو د مړینې په کچه لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته کړي.
اقتصادي بحران هم د دې لامل شوب چې کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړ باسي. ځینې کورنۍ حتا اړ شوي چې خپل ماشومان وپلوري.