close

یونیسف: زلزله ځپلي تر ټولو زیات پاکو اوبو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو تر ټولو مهمه اړتیا ده.

په افغانستان کې د یونیسف مرستیالې اندریا جیمز نن (یکشنبه، ۱۶ د وږئ) پر ایکس لیکلي چې زلزلې په دې سیمه کې د اوبو رسولو سیستمونه زیانمن کړي دي.

هغې زیاته کړې چې یونیسف د «انعطافي بودجې» په کارولو سره د زلزله ځپلو لپاره اوبه برابروي.

د یونیسف د مرستیالې په وینا، د دې ادارې د اوبو ټانکرونه کورنیو ته د څښاک او پخلي لپاره اوبه برابروي.

هغې زیاته کړې چې دا کار د کورنیو په روغتیا ساتنه کې مرسته کوي.

تر دې وړاندې هم نړیوالو ادارو ویلي و چې د سرپناه، اوبو، خوړو او کالیو برابرول د افغانستان په ختیڼ کې د زلزله ځپلو بیړنۍ اړتیاوې دي.

د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه چې د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه. دې زلزلې په کونړ ولایت کې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ کې ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او تر ۳۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

طالبان همدارنګه وایي چې د دې زلزلې له امله په کونړ کې تر شپږ زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.