close

پاکستانۍ کریکیټ لوبډلې د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: پاکستانۍ کریکیټ لوبډلې وکولای شول چې د افغانستان کریکیټ لوبډلې ته د درې اړخیزې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې په ۷۵ منډو ماتې ورکړي او په دې توګه دا لوبلړۍ هم له دواړو مقابلو لوبډلو افغانستان او متحده عربي اماراتو څخه وګټي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه نن (شنبه، ۱۶ د وږي) په متحده عربي اماراتو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه او پاکستانۍ لوبډلې پکې لومړی په توپ وهنې سره وکولای شول چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۴۲ منډو هدف ورکړي.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان درې، نور احمد او فضل الحق فاروقي دوه او الله محمد غضنفر یو مقابل لوبغاړی وسوځاوه.

د هدف د پوره کولو په موخه د افغانستان د توپ وهونکو پیل ښه نه و او پر لومړنیو اوو منډو یې د سر لوبغاړی وبایله. تر دې وروسته نورو توپ وهونکو هم ونشوای کولای چې د توپ وهنې پر ډګر پښې ټینګې کړي او په دې توګه ټوله لوبډله په ۱۶ اور کې پر ۶۶ منډو وسوځېده.

د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې محمد نواز وکولای شول چې د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نننۍ لوبې په شمول په دې لوبلړۍ کې درې ځله مخ شوي چې یوه لوبه پکې افغانستان ګټلې ده.

همدا راز افغانستان وکولای شول چې د دې لوبلړۍ پر مهال له متحده عربي اماراتو څخه خپلې دواړې لوبې وګټي.