close

د کابل–جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یو موټر چلوونکي مطیع الله عرب اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د سروبې او قرغیو ولسوالۍ ترمنځ «وریښمین تنګي» سیمه کې د لنډکروزر او سراچه ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې په پېښه کې په سراچه موټر کې د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي، چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.

د کابل-جلال اباد لویه لاره د هیواد یوه له مهمو ټرانزیټي لارو شمېرل کېږي، خو پر یاده لویه لاره د موټرچلوونکو له لوري د ترافیکي اصول نه مراعات کول، ګړندی تګ او سړک خرابوالی هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډېر کله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

طالب مسوولان په ټینګار سره له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې ترافیکي قوانین رعایت کړي او د سفر پر مهال احتیاطي لارښوونې عملي کړي، څو د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.