close

نصیر احمد فایق: د پخوانیو سرتیرو هدفي وژنې د بشریت ضد جنایت دی

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې د طالبانو له لوري د پخوانیو امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو مستند راپورونه شتون لري او دا کړنې د بشریت ضد جرمونه دي.

نوموړي نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې د پخوانیو پوځیانو د دوو قومندانانو د نیولو د راپورونو په غبرګون کې لیکلي، چې د طالبانو له لوري د پخوانیو سرتېرو نیول، شکنجه او وژنه لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، طالبانو په دې وروستیو کې د افغان پوځ دوه لوړ پوړي پخواني قومندانان نیولي دي.

سرچینو د اطلاعات روز له ورځپاڼې سره په خبرو کې د پرویز سیدخیلي نیول تایید کړي، چې د نیول شویو پخوانیو پوځیانو له ډلې څخه یو دی.

د سرچینو په وینا، پرویز، چې تازه هیواد ته راستون شوی و، د طالبانو د استخباراتو له خوا د خیرخانې سیمې څخه د خپل ورور سره یوځای نیول شوی دی.

څو ورځې وړاندې ولید نعیمي د ځانګړو پولیسو پخوانی غړی چې هغه هم تازه له ایران څخه راستون شوی و، په کابل ښار کې لادرکه او وروسته یې مړی وموندل شو.

نصیراحمد فایق لیکلي: «مستند راپورونه ښيي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي امنیتي ځواکونه په هدفمند ډول وژل شوي دي. دا کړنې د بشریت پر ضد جنایت دی او عاملین یې باید ځواب ووايي.»

هغه ټینګار کړی چې د بندیانو او ملکي وګړو وژنه د بشري قانون او د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې د فرمان د ادعا سربېره د پخوانیو سرتېرو نیول او وژنې لا هم روانې دي.

طالبان د پخوانیو سرتېرو د غچ اخیستونکو وژنو تورونه ردوي او د دغو وژنو انګېزه شخصي دښمني ګڼي.