close

تورخم کې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تازه مېوو لسګونه ډک موټر درولي دي

اطلاعات روز: په تورخم بندر کې لسګونه لارۍ چې تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني لوري درولي او د اوښتو اجازه نه ورکوي.

افغان سوداګر شکایت کوي، چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنۍ پر مخ بیایي چې له همدې امله دوی مجبورېږي، د تورخم له دروازې دې غاړه په ورځو ـ ورځو انتظار وکړي او یا د هر موټر پر سر شپېته زره کلدارې بډې (رشوت) ورکړي.

د تازه مېوې یو سوداګر میرویس مومند نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو څلورو ورځو راهېسې د تورخم بندر له ټول پلازې تر «شاګۍ» سیمې له تازه مېوو او سبزیجاتو بار لسګونه موټر د تګ په تمه ولاړ دي، خو د اوښتو اجازه نه ورکول کېږې چې له کبله یې میوو او ترکاریو ته لوی زیان اوړي، ځکه پر خپل وخت یې د پېښور او پاکستان نورو سیمو بازارانو ته نه شي رسولی.

مومند وویل: «له تېرو څلورو ورځو راهیسې زمونږ له انګورو، مڼو، سبزیجاتو او نورو تازه توکو په لسګونه لارۍ بیا پاکستان درولي او د هر موټر پر سر له مونږ اویا زره کلدارې غواړي، په زیاتره موټرو کې توکي له منځه تللي او حیران یو چې خپله دا ستونزه نور له چا سره شریکه کړو نه مو طالبان غږ اوري او نه مو پاکستان غوښتنه کوو چې سوداګرېزه برخه کې ستونزې مه جوړوئ.»

تورخم کې موټر چلوونکی غیاث الدین چې له څو ورځې راهیسې یې موټر د اوښتو په تمه ولاړ دی، وایي چې انګور یې بار کړي خو د پاکستاني پولیسو له لوري اجازه نه ورکول کېږي چې هغې غاړې ته واوړي.

نوموړی زیاتوي، ستونزه د پاکستان له اړخه ده، ځکه نه یوازې لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي، بلکې له موټر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې غوښتنه هم کوي چې له امله یې مېوې او ترکاري زیان ویني او بازار کې یې ارزښت کمېږي.

غیاث الدین زیاتوي: «ما له کابل څخه انګور بار کړي او نن مې څلورمه ورځ ده چې دلته په تورخم کې سره لمر ته ولاړ یم، زیاتره انګور خراب شوي او پاتې هغه یې هم د خرابېدو په حال کې دي؛ ټول چل پېسو ته جوړ دی که پاکستاني پولیسو ته د هر موټر پر سر پنځوس یا شپېته زره کلدارې ورکړې نو بیا څه خبره نه وي، خو که رشوت نه ورکوې نو بیا دلته په ورځو ورځو ولاړ یې.»

یو بل سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي پاکستاني پولیس یوازې د افغانستان د تازه مېوو بار لاریو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي، خو له ډبرو سکرو بار او شوکاڼي بار لسګونه موټرې له کومې ستونزې پرته پاکستان ته د اوښتو اجازه لري.

د ده په خبره، تر هغه چې پوليسو ته پيسې ورنه کړل شي، د لارې بندېدو او ګڼې ګوڼې ډېروالی بهانه کوي.

سرچینه وایي: «ټول چل د افغانستان د تازه مېوو بازار خرابېدو ته دی، ځکه دلته مونږ ګورو چې له تازه مېوو پرته له نورو توکو بار لارۍ له ستونزې پرته تګ راتګ کوي او یوازې د تازه مېوو له موټر چلوونکو پاسپورټ، وېزه او نور کارتونه غواړي سوداګرو زیات مالي زیان لیدلی او غوښتنه مو دا ده چې دې ستونزې ته د حل یوه لاره ولټول شي تر څو شته ستونزې حل شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د مديره هيئت غړی زلمي اعظمي هم مني، چې په تورخم ښارګوټي کې له تازه مېوو او سبزیجاتو بار لسګونه لارۍ درول شوي چې ځینې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی که څه هم په تورخم کې د پاکستان پولیسو له لوري د فساد موجوديت نه ردوي، خو ټينګار کوي چې دواړه لوري دې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

اعظمي زیاته کړه: «سوداګرېزه برخه کې تورخم کې ستونزې ډېرې دي او متاسفانه چې تر اوسه ورته قناعت کوونکې حل لار نه پېدا شوې، اوس هم تورخم کې له تازه مېوو او سبزیجاتو بار لارۍ له څو ورځو ولاړې دي او حتمآ به توکي خراب شوي وي، نو زیان یې ټول سوداګرو ته دی.»

په اوسني موسم کې د افغانستان له خوا پاکستان ته د تورخم پر لاره ډېر لېږېدونکي توکي مېوې او سبزي ده چې ډېر ځنډ يې د خرابېدو لامل ګرځېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې پاکستاني او طالب چارواکي په سوداګرېزه برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي؛ چې له مخې به یې د تورخم له لارې باروړنکې لارۍ له ستونزې پرته په منظم ډول دواړو خواوو ته تګ راتګ کوي.