close

ولکر ترک: په افغانستان کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې میندې مړې کېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک وایي چې روغتیایي خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي د طالبانو د بندیزونو له کبله په افغانستان کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې میندې مري.

ښاغلي ترک دا څرګندونې نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په شپېتمه غونډه کې وکړې.

ده ویلي چې طالبانو نه یوازې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدود کړی دی، بلکې زیات بشري حقونه یې هم نقض کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ویلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو څلور کاله وروسته «له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو حذف تقریبا بشپړ شوی دی.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په طبي انسیټیټوټونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په ځینو ځایونو کې یې له محرم پرته روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی منع کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار له ایران او پاکستان او همدا راز ځینو نورو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې ویلي چې «په ځینو هیوادونو کې هغه سیاستونه او تګلارې پر عادي کېدو دي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه نقض کوي.»

پاکستان او ایران د روان میلادي کال پر مهال د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ شدیده کړې او تر دوه میلیون زیات کډوال یې افغانستان ته ستانه کړي دي.