close
UNAMA/Fardin Waezi

ریچارډ بینیټ: د طالبانو د عادي کېدو په تړاو زیات اندېښمن یم

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د خرابوالي په یادولو سره ویلي چې د طالبانو د تدریجي عادي کېدو په اړه سخت اندېښمن دی.

ښاغلي بېنټ نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه وویل چې د هغه راپورونه او د نورو سرچینو مالومات «په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت یو ثابت انځور وړاندې کوي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې ځینې هېوادونه افغانستان یوه «له لاسه وتلې قضیه» بولي؛ ځکه هغوی فکر کوي طالبان پر دې هېواد بشپړ کنټرول لري او بل واقعي بدیل نشته.

هغه زیاته کړې چې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره تعاملي چلند د خپلو امنیتي او تجارتي ګټو په خاطر غوره بولي.

خو ښاغلي بېنټ ټینګار کړی: «افغانستان یوه له لاسه وتلې قضیه نه ده، بلکې یوه ازموینه ده. داسې ازموینه چې نړۍ به د جنسیتي ځورونې پر وړاندې درېږي او کنه؛ داسې ازموینه چې د بشري حقونو اصول به په رښتیا په نړیوال ډول پلي کېږي او که یوازې هغه وخت چې له سیاسي پلوه مناسب وي؛ داسې ازموینه چې ایا موږ د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو غږ اورو کنه چې لا هم له سترو ګواښونو سره-سره په زړورتیا مقاومت کوي او داسې ازموینه چې ایا موږ د هغو معافیتونو ننګولو ته چمتو یو کنه کومو چې له لسیزو راهیسې تاوتریخوالی دوامداره کړی دی؟»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې د دې لپاره چې افغانستان «یوه له لاسه وتلې قضیه» نه شي، باید له ټولو وسیلو کار واخیستل شي.

هغه زیاته کړې چې د «ټولو وسیلو کارولو» تګلاره کې دوامدار او اصولي نړیوال فشار، د اصلاح لپاره هڅونې، د مدني ټولنې پیاوړی ملاتړ، د بشر دوستانه مرستو پراختیا، نړیواله حساب‌ورکونه، د جنسيتي اپارتاید جرم بلل او د دیني علماوو او د اکثریت لرونکو مسلمانو هیوادونو له لوري له شریعت څخه د طالبانو تعبیر ننګول شامل دي.

ریچارډ بېنټ ټینګار وکړ چې «د دې ټولو تمرکز باید د ښځو پر حقونو، د هغوی د غږ [پر اورېدلو] او رول وي.»

هغه همداراز وویل چې د حساب‌ ورکونې د ډاډمنولو او د لا نورو بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره یوه مهمه وسیله د خپلواکې څېړنیزې تګلارې رامنځته کول دي.

د ښاغلي بېنټ په وینا، داسې یو جوړښت به د یوناما او د جرمونو د نړیوالې محکمې د کار او د «عدالت، حقیقت او جبران» لپاره د نورو هڅو بشپړوونکی وي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې چې څه روان دي، د طالبانو او د نړیوالې ټولنې د انتخابونو پایله ده او په دې کې د بشري حقونو شورا هم شامله ده او د دې معنا داده چې نور انتخابونه او اقدامات هم شوني دي.

ریچارډ بېنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې د افغان وګړو د زړورتیا په ځواب کې پرېکنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

پر افغانانو نور محدودیتونه

ریچارډ بېنټ په نننۍ وینا کې وویل چې د جون په میاشت کې له وروستي راپور راهیسې طالبانو پر خلکو نور محدودیتونه لګولي دي.

هغه په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره ملو نارینه‌وو ته د «محرم د کارت» ورکول، د انتقادي او عاشقانه شعرونو منع کول او مذهبي ځپنه د دې محدودیتونو د بېلګو په توګه یاد کړي دي.

ریچارډ بېنټ همداراز وویل چې طالبانو د افغانستان رسنۍ اړې کړې دي چې خپرونې له خپرېدو مخکې د دې ډلې له خوا تایید کړي او د دې ډلې د سیاستونو د مخالفو نظرونو خپرول یې بند کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، داسې راپورونه هم شته چې په دیني مدرسو کې به هم د ښځو او نجونو تعلیم په تدریجي ډول محدود شي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پر بنسټیزو ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي او په ځانګړې توګه یې د ښځو زده‌کړې او په دې لړ کې یې د ښځو پر کار او زده کړو هم بندیز لګولی دی.

دا ډله همدا راز په غیر قانوني وژنو، خپلسرو نیونو، د مدني فعالانو، ښځو، خبریالانو، پخوانیو چارواکو او نظامیانو او عادي وګړو په وژنې او د بشري حقونو په پراخ نقض تورنه ده.