اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسار مرستیالې ندا الناشف وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کوونکو لاس اوس د کورنۍ غړو، مذهبي مشرانو او ګاونډیانو ته هم غزېدلی او د افغانستان په ټولنه کې یې تبعیض ژور کړی.
دې نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي چې دې قانون «د ښځو او نجونو خپلواکي» په نښه کړې او د هغوی ظاهر، تګ او ټولنیزې اړیکې کنټرولوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې ویلي چې دې قانون له نارینه سرپرست پرته د ښځو تګ-راتګ منعه کړی دی، د هغوی پوښاک یې کنټرول کړی او حتا اجازه ورکوي چې د هغوی غږ «پټ» کړل شي.
د اغلې الناشف په وینا، دا قانون د درو زرو او ۳۰۰ نارینهوو له لوري پلی کېږي او هغوی یې د نیونې او فزیکي تاوتریخوالي له لارې پلی کوي.
دې ویلي چې که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون اصلي تمرکز پر ښځو دی، مګر د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې یې نیمې خپلسرې نیونې د همدې قانون پر اساس د نارینهوو د وېښتانو د ډول او د جماعت په لمانځه کې د هغوی د نه حضور له امله کړې دي.
اغلې الناشف ویلي چې د افغانستان ښځې د جنیسیت پر اساس له سخت تعبیض او ځپنې سره مخ دي او دا «سیسټماټیک جنسیټ ځور» بلل کېږي.
دې ویلي چې د طالبانو بندیزونو د افغانستان د ښځو پر ټولو اړخونو اغېز کړی دی او په دې لړ کې یې په طبي انسیټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دې بندیز «د جنسي او میندوارۍ د خدماتو په شمول د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر سلامتۍ ویجاړوونکی ګوزار» کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې همدا راز ویلي چې طالبانو پر مدني فضا او پر رسنیزو ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او د «سانسور، وېرونې او نیونې پر اساس یې یو سیسټم» رامنځ ته کړی دی.
دې ویلي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې د ۲۵۶ خبریالانو نیونې او د ۱۳۰ نورو د شکنجې او ورسره د بد چلند پېښې ثبت کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ مرستیالې د طالبانو د بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه کړې او همدا راز یې له دې ډلې غوښتي چې د افغانستان د نړیوالو تعهداتو پیروي وکړي.
دې همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلګو د اړتیاوو پر بنسټ دې یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړي، تر څو پایدار پرمختګ او ټیکاو تر لاسه شي.