اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د نښتو او بریدونو او همدا راز د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې په یوه وسلوال برید کې ۱۱ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري لیکلي چې پرون (پنجشنبه، ۲۰ د وږي) اووه پاکستاني امنیتي سرتېري هغه مهال ووژل شول، ۱۳ نور ژوبل شول او یو ورک شو چې کله پاکستاني امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخو ایالت د دیر ولسوالۍ په سربند او لالو ځنګلونو کې عملیات کول.
د دې رسنۍ په وینا، د دې عملیاتو پر مهال پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید وشو. د یادې رسنۍ په وینا، په دې جګړه کې دوه وسلوال برید کوونکي هم وژل شوي دي.
همدا راز، دې رسنۍ خبر ورکړی چې پرون مازیګر مهال د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په شیوا چوک سیمه کې دوه پولیس سرتېري په سنایپر تر نښه کېدو وروسته ووژل شول.
همدا راز، د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې هم پر یوه پولیس هغه مهال برید شوی چې له دندې کور ته روان و او ځای پر ځای وژل شوی دی.
له دې سره-سره، داسې خبر ورکول شوی چې د سیند ایالت په مرکزي ښار پېښور کې یو پولیس سرتېری په برید کې تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.
په عین مهال کې د پاکستان د تروریزم پر ضد د مبارزې ادارې خبر ورکړی چې پرون یې د بلوچستان ایالت په پښین یارو سیمه کې د وسلوالو پر خلاف عملیات کړي چې په ترڅ کې یې څلور جنګیالي وژل شوي او د هغوی مهمات ترې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید زیات شوي او پاکستان تور لګوي چې له افغانستانه جنګیالي ور اوړي، خو پر افغانستان واکمن طالبان دا ادعاوې ردوي.