د بشر حقونو فعالانو د تابلوګانو او انځورونو حذف او د فارسي ژبو شاعرانو د نقاشیو تخريب، د موسيقي الاتو سوځولو، په باميانو کې د بودا د شاوخوا په ګډون د لرغونو ساحو تخريب او کيندنې ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې وروستۍ پېښې په ښکاره توګه د طالبانو ويجاړوونکې برنامه ښيي.
یونسکو زیاته کړې، چې که د نجونو پر زده کړو بندیز لېرې نشي نو یو نسل به په دې هیواد کې له لاسه ووزي.
يونسکو نن (چهارشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د تحصيل لپاره د ښځو او نجونو اساسي حق نقض شوی او دا د منلو وړ نه ده.
دې سازمان د زده کړو د نړيوالې ورځې په درشل کې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بنديز د منلو وړ نه دی.